دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۳۹
د مطلب کود : 58314
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا یو پلاوی پاکستان ته سفر کوي
د افغانستان د عالمانو سراسري شورا وايي؛ چې ټاکل شوې روانه اونۍ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شي؛ تر څو له پاکستانیو دیني عالمانو سره په کابل کې د ګډې غونډې د جوړیدو په اړه له پاکستانیو چارواکو سره خبرې وکړي.
د دیني عالمانو د سراسري شورا او د سولې د عالي شورا مرستیال عطا الله لودین ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې سفر کې به له پاکستانیو چارواکو سره د دې غونډې د نیټې او د دواړو خواو د ګډونوالو د شمیر په اړه خبرې وشي.
افغان چارواکي هڅه کوي، چې د افغان پاکستانیو عالمانو په دې غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د جګړې پر ضد فتوا ترلاسه کړي.
په عین حال کې تیره ورځ د افغانستان د عالمانو سراسري شورا له جمهور رییس حامد کرزي سره لیدلي او په افغانستان کې یې جنګ او مسلمان وژنه ناروا بللې ده
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5paw.t1avz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته