کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایسا د کرنې له وزارته وغوښتل، چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکه ورکړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 حمل 1392 ساعت 12:55


د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې یو ځلي بیا د کرنې وزارت نه وغوښتل، چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکه ورکړي.
د ایسا د ادارې رییس وفي الله افتخار نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې اوس د صنعت د پراختیا په مخ کې تر ټولو لوی خنډ د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې نشتوالی دی:
(د پانګونې په مخ کې اوس تر ټولو لوی خنډ د معیاري صنعتي پارکونو نشتوالی دی او د کرنې وزارت نه زموږ غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره د صنعتي پارکونو لپاره د ایسا ادارې ته ځمکه ورکړي.)
پخوا هم د ایسا ادارې ویلي و، چې د څو صنعتي پارکونو جوړول په پام کې لري خو ځمکه ورته نشته.
تراوسه د کرنې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 62515

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/62515/ایسا-د-کرنې-له-وزارته-وغوښتل-چې-صنعتي-پارکونو-جوړولو-لپاره-ځمکه-ورکړي

آوا
  https://www.avapress.com