دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۵
د مطلب کود : 62515
ایسا د کرنې له وزارته وغوښتل، چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکه ورکړي
د افغانستان د پانګونې د ملاتړ ادارې یو ځلي بیا د کرنې وزارت نه وغوښتل، چې د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره ځمکه ورکړي.
د ایسا د ادارې رییس وفي الله افتخار نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې اوس د صنعت د پراختیا په مخ کې تر ټولو لوی خنډ د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې نشتوالی دی:
(د پانګونې په مخ کې اوس تر ټولو لوی خنډ د معیاري صنعتي پارکونو نشتوالی دی او د کرنې وزارت نه زموږ غوښتنه دا ده، چې ژر تر ژره د صنعتي پارکونو لپاره د ایسا ادارې ته ځمکه ورکړي.)
پخوا هم د ایسا ادارې ویلي و، چې د څو صنعتي پارکونو جوړول په پام کې لري خو ځمکه ورته نشته.
تراوسه د کرنې وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnn93.ak9xq4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته