کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په لغمان کې څلور تنه وسلوال د ماین په چاودنې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 ثور 1392 ساعت 12:46


په لغمان کې د ماین چاودنو په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي،چې تېره شپه ناوخته نهه نیمې بجې د لغمان مرکز اړوند یوه وسله وال،غوښتل،چې ماین خښ کړي خپله پرې چاودلی او وژل شوی دی.
د ځواک په خبره دویمه چاودنه د الینګار او مهترلام ترمنځ د غځیدلي سړک په لویه لاره د کټل په سیمه کې د شپې یولس نیمې بجې شوې،چې درې تنه وسله وال په کې وژل شوي او یو تن ټپي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دویمه چاودنه هم په داسې وخت کې شوې،چې وسله والو غوښتل ماین خښ کړي،چې د ورخطايي له امله پرې چاودلی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پيښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي


د مطلب کود: 63388

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/63388/په-لغمان-کې-څلور-تنه-وسلوال-د-ماین-چاودنې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com