دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 63388
په لغمان کې څلور تنه وسلوال د ماین په چاودنې وژل شوي

په لغمان کې د ماین چاودنو په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ویلي،چې تېره شپه ناوخته نهه نیمې بجې د لغمان مرکز اړوند یوه وسله وال،غوښتل،چې ماین خښ کړي خپله پرې چاودلی او وژل شوی دی.
د ځواک په خبره دویمه چاودنه د الینګار او مهترلام ترمنځ د غځیدلي سړک په لویه لاره د کټل په سیمه کې د شپې یولس نیمې بجې شوې،چې درې تنه وسله وال په کې وژل شوي او یو تن ټپي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې دویمه چاودنه هم په داسې وخت کې شوې،چې وسله والو غوښتل ماین خښ کړي،چې د ورخطايي له امله پرې چاودلی دی.
وسله والو طالبانو تر اوسه د یادو پيښو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfcmdv.w6dmcaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته