کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولایت کې سلګونو کسانو د پاکستان پرضد مظاهره کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 ثور 1392 ساعت 19:20


په هرات کې په سلګونو خلکو نن مظاهره کړې.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې؛ دغه مظاهره د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خوا د نویو پوځي تاسیساتو د جوړېدو پر ضد شوې ده.

په دې اړه په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو نورو ولایتونو کې هم خلکو مظاهرې کړي دي.

د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو د دغو تاسیساتو پر سر تراوسه دوه ځلې نښتې شوي دي.


د مطلب کود: 65135

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/65135/په-هرات-ولایت-کې-سلګونو-کسانو-د-پاکستان-پرضد-مظاهره-کړې

آوا
  https://www.avapress.com