دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 65135
په هرات ولایت کې سلګونو کسانو د پاکستان پرضد مظاهره کړې
په هرات کې په سلګونو خلکو نن مظاهره کړې.
په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال وايي چې؛ دغه مظاهره د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له خوا د نویو پوځي تاسیساتو د جوړېدو پر ضد شوې ده.

په دې اړه په تیرو دوو اونیو کې د افغانستان په بیلابیلو نورو ولایتونو کې هم خلکو مظاهرې کړي دي.

د افغانستان او پاکستان سرحدي ځواکونو د دغو تاسیساتو پر سر تراوسه دوه ځلې نښتې شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmzn-.23nmxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته