کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لوګر: اته تنه عامل وګړي د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 27 سرطان 1392 ساعت 12:22


د لوګر امنیتي مسوولان وایي چې؛ نن سهار اوه بجې اته تنه عامل وګړي د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا کسان مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګارد سیمې اوسیدونکي دي او په دې ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو په مرکز کې مزدوري کوله.

صادق عبدالرحیمزي وویل، دا اته کسان نن سهار کله چې د خپل کار د ځای پر لور روان وو له موټر نه کوز کړل شوي او بیا د خوښۍ ولسوالۍ په دښته کې وژل شوي دي.

خو د سیمې څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا اته کسان مرکز پل علم پورې اړوند په خضرکلي کې وژل شوي او مړي یې د کلنګار کلي ته لیږدول شوي دي.

که څه هم صادق عبدالرحیمزي د دې کسانو د وژلو مسوول وسله وال طالبان وبلل خو هغوی لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او کومې بلې ډلې هم د دې کسانو د وژلو مسوولیت تراوسه نه دی اخیستی.


د مطلب کود: 70698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/70698/لوګر-اته-تنه-عامل-وګړي-د-وسله-والو-مخالفانو-له-خوا-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com