دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 70698
لوګر: اته تنه عامل وګړي د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي
د لوګر امنیتي مسوولان وایي چې؛ نن سهار اوه بجې اته تنه عامل وګړي د وسله والو مخالفانو له خوا وژل شوي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال رییس خان صادق عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا کسان مرکز پل علم پورې اړوند د کلنګارد سیمې اوسیدونکي دي او په دې ولایت کې یې د بهرنیو ځواکونو په مرکز کې مزدوري کوله.

صادق عبدالرحیمزي وویل، دا اته کسان نن سهار کله چې د خپل کار د ځای پر لور روان وو له موټر نه کوز کړل شوي او بیا د خوښۍ ولسوالۍ په دښته کې وژل شوي دي.

خو د سیمې څو تنو اوسیدونکو ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا اته کسان مرکز پل علم پورې اړوند په خضرکلي کې وژل شوي او مړي یې د کلنګار کلي ته لیږدول شوي دي.

که څه هم صادق عبدالرحیمزي د دې کسانو د وژلو مسوول وسله وال طالبان وبلل خو هغوی لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او کومې بلې ډلې هم د دې کسانو د وژلو مسوولیت تراوسه نه دی اخیستی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6-nq.23nvwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته