کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: وسله والو طالبانو په وټه پور د کرمول په امنیتي پوسته برید کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 اسد 1392 ساعت 10:39


په کونړ کې امنیتي مسولین وايي چې؛ تیره شپه وسله والو طالبانو د وټه پور په ولسوالۍ کې د کرمول په امنیتي پوسته برید کړی چې؛ د جګړې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کونړ امنيي قومندانۍ ویاند شیر ولي صمیم ازادۍ راډیو ته وویل، تیره شپه یوه بجه وسله والو طالبانو په وټه پور ولسوالۍ کې د کرمول په امنیتي پوسته برید کړی چې؛ په نتیجه کې يي یو پولیس وژل شوی او یو ټپي شوی.
هغه وايي، دولتي سرتیرو هم وسله والو بریدکوونکو ته مرګ ژوبله اړولې چې؛ یو تن د پاکستان د پنجاب اوسیدونکی يي لومړی په زخمي حالت کې نیولی او بیا مړ شوی دی.
صمیم وايي، د جګړې په سیمه کط زیاته وینه پرته ده داسې معلومیږي چې؛ نور زیات وسله وال هم وژل شوي او ټپیان شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د یادې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 71129

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71129/کونړ-وسله-والو-طالبانو-په-وټه-پور-د-کرمول-امنیتي-پوسته-برید-کړی

آوا
  https://www.avapress.com