کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 اسد 1392 ساعت 11:16


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د زابل او لوګر ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۳ تنه ټپیان او یو تن ژوندې ونیول شو .
د صدای افغان اژانس(آوا)، په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۴ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کندز ، بلخ او ارزګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،دو تنه د غلا کولو او نشه یی توکې د خرڅولو په تړاوود کابل ښار د اوومې او یولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.


د مطلب کود: 71765

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/71765/۳-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com