دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۶
د مطلب کود : 71765
۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د زابل او لوګر ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۳ تنه ټپیان او یو تن ژوندې ونیول شو .
د صدای افغان اژانس(افغان غږ خبری آژانس)، په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۴ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د کندز ، بلخ او ارزګان ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،دو تنه د غلا کولو او نشه یی توکې د خرڅولو په تړاوود کابل ښار د اوومې او یولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.

https://avapress.com/vdcdk505.yt0f96bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې