دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۰:۱۹
د مطلب کود : 60751
۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د بامیان ،بدخشان ، ارزګان ، میدان وردک ، لوګر ، پکتیکا او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۳ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۲۰ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۵ کړې ډول ډول ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار ، کاپیسا او فاریاب ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .
د جنایي جرمونو پروړاندې مبارزه:
د کابل د۱۰۱ آسمایي زون د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ تنه د غلا کولو په تړاو دکابل ښار د یولسمې او دیاړسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqu93.ak9zn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې