کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزي د اروزګان په ولایت کې ماین ایښودنې په کلکه وغندلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 20 اسد 1392 ساعت 17:28


د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروزګان په ولایت کې هغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړي و وژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د اروزګان د چارواکو د معلوماتو له مخې، نن سهار د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ د سراب په سیمه کې د ولسي وګړو یو موټرسایکل په سړک کې پر خښ کړای شوي
ماین وخوت چې له امله یې دوه ماشومان او د هغوی پلار و وژل شول او یو بل ماشوم ټپي شو.
همدا راز د شنبې په ورځ په همدې سیمه کې د ماین په دریو چاودنو کې د دوو
ماشومانو په ګډون لږ تر لږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
حامدکرزي دغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې، وې ویل: د اختر د خوښیو د لمانځلو
په ورځوکې چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی دیني ارزښت لري، طالبانو د ماینونو د
ایښودلو د غیر اسلامي او غیر انساني عملونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا دا
ثابته کړله چې دوی د افغانستان د مسلمانو خلکو خوښي نه شي لیدلی او تل هڅه کوي چې د هغوی د خوښیو مراسم په غم بدل کړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغو بمي چاودنو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ
او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي
روغتیا هیله کوي


د مطلب کود: 72157

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/72157/حامدکرزي-د-اروزګان-په-ولایت-کې-ماین-ایښودنې-کلکه-وغندلې

آوا
  https://www.avapress.com