دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۲۸
د مطلب کود : 72157
حامدکرزي د اروزګان په ولایت کې ماین ایښودنې  په کلکه وغندلې
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي د اروزګان په ولایت کې هغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې چې له امله یې یو شمېر ولسي وګړي و وژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.
د اروزګان د چارواکو د معلوماتو له مخې، نن سهار د دغه ولایت د چارچینو ولسوالۍ د سراب په سیمه کې د ولسي وګړو یو موټرسایکل په سړک کې پر خښ کړای شوي
ماین وخوت چې له امله یې دوه ماشومان او د هغوی پلار و وژل شول او یو بل ماشوم ټپي شو.
همدا راز د شنبې په ورځ په همدې سیمه کې د ماین په دریو چاودنو کې د دوو
ماشومانو په ګډون لږ تر لږه څلور ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
حامدکرزي دغه ماین ایښودنې په کلکه وغندلې، وې ویل: د اختر د خوښیو د لمانځلو
په ورځوکې چې د مسلمانانو لپاره ځانګړی دیني ارزښت لري، طالبانو د ماینونو د
ایښودلو د غیر اسلامي او غیر انساني عملونو په ترسره کولو سره یو ځل بیا دا
ثابته کړله چې دوی د افغانستان د مسلمانو خلکو خوښي نه شي لیدلی او تل هڅه کوي چې د هغوی د خوښیو مراسم په غم بدل کړي.
د هېواد جمهوررئیس د دغو بمي چاودنو د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ
او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي
روغتیا هیله کوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjavea.uqe8iz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته