کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوو پاکستانیانو د کابل په لویدیځ کې پر یوه جومات کې پر لمونځ کونکو برید وکړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 سنبله 1392 ساعت 11:06


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، دوو پاکستانیانو د پولیسو په یونیفورم کې نن سهار د کابل په لویدیځ یوه جومات کې پر لمونځ کونکو برید وکړ.
د ملي امنیت د ریاست له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې حمله کې درې تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول.
خبرپاڼه وایي، برید کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو او د یو شمېر لمونځ کوونکو د مقاومت په نتیجه کې ووژل شول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې؛ دغو دوو تنو پاکستانیانو له ځان سره کلاشینکوفونه، تومانچې او یو شمېر مهمات لرل.


د مطلب کود: 73834

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/73834/دوو-پاکستانیانو-د-کابل-په-لویدیځ-کې-پر-یوه-جومات-لمونځ-کونکو-برید-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com