دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 73834
دوو پاکستانیانو د کابل په لویدیځ کې پر یوه جومات کې پر لمونځ کونکو برید وکړ

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي، دوو پاکستانیانو د پولیسو په یونیفورم کې نن سهار د کابل په لویدیځ یوه جومات کې پر لمونځ کونکو برید وکړ.
د ملي امنیت د ریاست له خوا خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دې حمله کې درې تنه لمونځ کوونکي ټپیان شول.
خبرپاڼه وایي، برید کوونکي د افغان امنیتي ځواکونو او د یو شمېر لمونځ کوونکو د مقاومت په نتیجه کې ووژل شول.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې؛ دغو دوو تنو پاکستانیانو له ځان سره کلاشینکوفونه، تومانچې او یو شمېر مهمات لرل.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc04qm.2bq118j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته