کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت په کونړ کې د وسله والو له خوا د دوو ماشومانو وژنه وغندله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 میزان 1392 ساعت 19:01


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا د دوو ماشومانو وژنه وغندله.
د کورنیو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې؛ دا دوه اته کلن او لس کلن ماشومان له دولت سره د ارتباط په تور وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې د دې ماشومانو جسدونه تیره ورځ وموندل شول.
بل خوا طالبانو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او د کورنیو چارو وزارت دا ادعا یې بې اساسه بللې.
د نورستان چارواکي وايي چې، په دوآب ولسوالۍ کې په یوې راکتي حملې کې کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د دوآب ولسوال فدا محمد آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دا راکټ تیر ماښام د طالبانو له خوا ویشتل شوی دی او دواب ولسوالۍ په بازار کې لګیدلی دی.


د مطلب کود: 76761

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/76761/کورنیو-چارو-وزارت-په-کونړ-کې-د-وسله-والو-له-خوا-دوو-ماشومانو-وژنه-وغندله

آوا
  https://www.avapress.com