دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ میزان ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 76761
کورنیو چارو وزارت په کونړ کې د وسله والو له خوا د دوو ماشومانو وژنه وغندله

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا د دوو ماشومانو وژنه وغندله.
د کورنیو چارو وزارت نن په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل چې؛ دا دوه اته کلن او لس کلن ماشومان له دولت سره د ارتباط په تور وژل شوي دي.
د اعلامیې له مخې د دې ماشومانو جسدونه تیره ورځ وموندل شول.
بل خوا طالبانو په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړې او د کورنیو چارو وزارت دا ادعا یې بې اساسه بللې.
د نورستان چارواکي وايي چې، په دوآب ولسوالۍ کې په یوې راکتي حملې کې کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او لس نور ټپیان دي.
د دوآب ولسوال فدا محمد آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ دا راکټ تیر ماښام د طالبانو له خوا ویشتل شوی دی او دواب ولسوالۍ په بازار کې لګیدلی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcezf8f.jh8ppi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته