کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 1 عقرب 1392 ساعت 18:16


په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنیتي مؤظفینو د معلوماتو له مخې :د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په معصوم خیلو سیمه کې تېره شپه د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې د وسله والو طالبانو څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په توکرک سیمه کې د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان رضا چې په رضاګي مشهور وو، وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په میر هزاره سیمه کې هم امنیتي ځواکونو تېره شبه عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې یوه اندازه چاودیدونکي توکې او مهمات ترلاسه کړي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .


د مطلب کود: 77375

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77375/په-میدان-وردګو-ولایت-کې-د-وسله-والو-طالبانو-یوه-قوماندان-ګډون-لس-مخالفینو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com