دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 77375
په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په میدان وردګو ولایت کې د وسله والو طالبانو د یوه قوماندان په ګډون لس وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د امنیتي مؤظفینو د معلوماتو له مخې :د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ په معصوم خیلو سیمه کې تېره شپه د حزب اسلامي او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې له امله یې د وسله والو طالبانو څلور غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي .
همدا راز د یادې ولسوالۍ په توکرک سیمه کې د کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان رضا چې په رضاګي مشهور وو، وژل شوی دی.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ په میر هزاره سیمه کې هم امنیتي ځواکونو تېره شبه عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې یوه اندازه چاودیدونکي توکې او مهمات ترلاسه کړي دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnw9u.ak9uu4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته