کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سوداګرۍ وزارت دنفتي د پېرېدلو لپاره یو پلاوی روسیې ته لېږي

دصدای افغان خبری ازانس(اوا) , 13 عقرب 1392 ساعت 18:55


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وایي؛ ډېر ژر به د دې وزارت یو پلاوی روسیې ته سفر و کړي؛ څو له دې هیواد سره د نفتي موادو د رانیولو یو قرار داد لاس لیک کړي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې دا مواد د ژمې په موسم کې د سوند موادو د بیې له لوړیدو څخه د مخنیوی په هدف اخلي.
"د سوداګر وزیر په همدې نژدې وختونو کې روسیې ته ځي څو یوه اندازه تیل واخلي. دا تیل به هم د ګازو بیه کنټرول کړي او دغه راز به موږ وکړای شو، په کابل کې د تیلو ټانکونو ته په مناسبه بیه تیل ورکړو."
ښاغلي مزمل دغه راز زیاته کړه چې؛ د سوداګرۍ وزارت په پام کې لري؛ د ژمې تر رسیدو مخکې دوه ویشت زره ټنه نفتي مواد له بیلابیلو هیوادونو څخه واخلي.
د کابل په بازارونو کې اوس یو لیټر تیل په ۶۴ افغانۍ پلور کیږي.


د مطلب کود: 78055

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78055/سوداګرۍ-وزارت-دنفتي-د-پېرېدلو-لپاره-یو-پلاوی-روسیې-ته-لېږي

آوا
  https://www.avapress.com