کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د افغان ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 15 عقرب 1392 ساعت 18:43


د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن د افغان ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیست.
د دې وزارت مرستیال متصل کمکي د نندارتون د پرانیستلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې؛ د دې نندراتون د پرانیستلو هدف له کورنيو تولیداتو نه ملاتړ دې.
په دې نندارتون کې د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو د ښځینه سوداګرو لاسي صنایع په څلویښتو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
دغه نندارتون د درې ورځو لپاره دې چې په کې ښځینه جامې، افغاني غالۍ، ګاڼې او له قیمتي ډبرو نه جوړې شوې ګاڼې نندارې ته ایښودل شوي دي.


د مطلب کود: 78241

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78241/په-کابل-کې-د-افغان-ښځینه-سوداګرو-لاسي-صنایعو-نندارتون-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com