د سوداګرۍ او صنایعو وزارت نن د افغان ښځینه سوداګرو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیست.
د دې وزارت مرستیال متصل کمکي د نندارتون د پرانیستلو پر مهال خبریالانو ته وویل چې؛ د دې نندراتون د پرانیستلو هدف له کورنيو تولیداتو نه ملاتړ دې.
په دې نندارتون کې د کابل په ګډون د ځینو ولایتونو د ښځینه سوداګرو لاسي صنایع په څلویښتو غرفو کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
دغه نندارتون د درې ورځو لپاره دې چې په کې ښځینه جامې، افغاني غالۍ، ګاڼې او له قیمتي ډبرو نه جوړې شوې ګاڼې نندارې ته ایښودل شوي دي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)