کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ميوند ولسوالۍ کي څلوېښت کيلو گرامه ترياک ونيول سول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 قوس 1392 ساعت 15:04


د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د ملي پوليسو له خوا٤٠ کيلو گرامه ترياک کشف او تر لاسه سول.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، ياد نشه يي توکي د ميوند ولسوالۍ د سره بغل په سيمه کي د افغان ملي پوليسو له خوا د يو مخفي راپور په مرسته کشف او تر لاسه سوي دي.
له نوموړو نشه يي توکو سره يو زرنګ موټرسايکل چلوونکی هم نيول سوی چي له يوه ځايه بل ته د انتقالېدو دنده يې لرله.
وسلوال طالبان د کندهار تر څنګ په ځينو نورو ولايتونو کي هم د نشه يي توکو او دې ناروا بوټي په مرسته خپله ډېره برخه عوايد پوره کوي او عام خلک يې کرلو ته تشويقوي.


د مطلب کود: 81149

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/81149/په-ميوند-ولسوالۍ-کي-څلوېښت-کيلو-گرامه-ترياک-ونيول-سول

آوا
  https://www.avapress.com