دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 81149
په ميوند ولسوالۍ کي څلوېښت کيلو گرامه ترياک ونيول سول
د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي د ملي پوليسو له خوا٤٠ کيلو گرامه ترياک کشف او تر لاسه سول.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، ياد نشه يي توکي د ميوند ولسوالۍ د سره بغل په سيمه کي د افغان ملي پوليسو له خوا د يو مخفي راپور په مرسته کشف او تر لاسه سوي دي.
له نوموړو نشه يي توکو سره يو زرنګ موټرسايکل چلوونکی هم نيول سوی چي له يوه ځايه بل ته د انتقالېدو دنده يې لرله.
وسلوال طالبان د کندهار تر څنګ په ځينو نورو ولايتونو کي هم د نشه يي توکو او دې ناروا بوټي په مرسته خپله ډېره برخه عوايد پوره کوي او عام خلک يې کرلو ته تشويقوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcao6na.49n6y1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته