کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ميوند پر کلينيک د خونړۍ حملې مخه ونيول سوه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 قوس 1392 ساعت 15:15


افغان ملي پوليسو تېره ورځ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي پر ځايي روغتيايي کلينيک د وسلوالو مخالفينو د خونړۍ حملې مخه ونيوله.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو له چاودېدونکو توکو څخه ډک يو موټرسايکل د ميوند د مرکزي شفاخانې له دېوال سره نژدې درولى و او غوښتل يې، چي چاودنه ورکړي، خو د پوليسو لخوا يې پلان کشف او مخه يې ونيوله سوه.
وسلوال مخالفين ډېر وختونه هڅه کوي، چي له عام المنفعه تاسيساتو څخه په استفادي ولسي خلک هدف وګرځوي او خپلو شومو موخو ته ورسيږي.


د مطلب کود: 81152

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/81152/د-ميوند-پر-کلينيک-خونړۍ-حملې-مخه-ونيول-سوه

آوا
  https://www.avapress.com