دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 81152
د ميوند پر کلينيک د خونړۍ حملې مخه ونيول سوه
افغان ملي پوليسو تېره ورځ د کندهار په ميوند ولسوالۍ کي پر ځايي روغتيايي کلينيک د وسلوالو مخالفينو د خونړۍ حملې مخه ونيوله.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د افغانستان د خلکو دښمنانو له چاودېدونکو توکو څخه ډک يو موټرسايکل د ميوند د مرکزي شفاخانې له دېوال سره نژدې درولى و او غوښتل يې، چي چاودنه ورکړي، خو د پوليسو لخوا يې پلان کشف او مخه يې ونيوله سوه.
وسلوال مخالفين ډېر وختونه هڅه کوي، چي له عام المنفعه تاسيساتو څخه په استفادي ولسي خلک هدف وګرځوي او خپلو شومو موخو ته ورسيږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewz8v.jh8zni6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته