کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ارزګان کې یوه پولیسه او یوه ښځینه ښوونکې په دار ځړول شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 قوس 1392 ساعت 18:28


پوهنې وزارت د نشراتو رییس "کبیرحقمل" له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د ترینکوټ اړوند د سروي د لومړني ښوونځي ۲۶ کلنه ښوونکې ملالۍ او ندرور (د خاوند خور) یې چې د پولیسو افسره وه، د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې دي.
د ارزګان د والي ویاند "عبدالله همت" وايي د عدلي طب معایناتو جوته کړه چې؛ دواړه مېرمنې په دار ځړول شوي. د دې وژنې مسوولیت که څه هم تراوسه چا نه دی منلی؛ خو طالبانو له دې مخکې د دولت پر ښځینه او نارینه کارکوونکو مرګوني بریدونه کړي؛ خو په ځینو حالاتو کې کورنۍ دښمنۍ هم د دې وژنو د عواملو په توګه یادېږي


د مطلب کود: 81812

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/81812/په-ارزګان-کې-یوه-پولیسه-او-ښځینه-ښوونکې-دار-ځړول-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com