دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 81812
په ارزګان کې یوه پولیسه او یوه ښځینه ښوونکې په دار ځړول شوي دي
پوهنې وزارت د نشراتو رییس "کبیرحقمل" له آزادۍ راډيو سره په خبرو کې وویل چې؛ د ترینکوټ اړوند د سروي د لومړني ښوونځي ۲۶ کلنه ښوونکې ملالۍ او ندرور (د خاوند خور) یې چې د پولیسو افسره وه، د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوې دي.
د ارزګان د والي ویاند "عبدالله همت" وايي د عدلي طب معایناتو جوته کړه چې؛ دواړه مېرمنې په دار ځړول شوي. د دې وژنې مسوولیت که څه هم تراوسه چا نه دی منلی؛ خو طالبانو له دې مخکې د دولت پر ښځینه او نارینه کارکوونکو مرګوني بریدونه کړي؛ خو په ځینو حالاتو کې کورنۍ دښمنۍ هم د دې وژنو د عواملو په توګه یادېږي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi6n6.23nzzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته