کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته پرانیستل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1392 ساعت 18:44


د هلمند د پوهنې رياست مسوولين وایي؛ د روان تعليمي کال د پيل څخه تر اوسه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته خلاص شوي دي.
دغه ښوونځي د هلمند په نادعلي؛ ناوې، خانشين او ګرشک ولسوالیو کې پرانستل شوي دي. 
د هلمند د پوهنې رياست مرستيال محمد ولي سرحدي رسنيو ته ويلي دي چې؛ ياد ښوونځي د تېرو شپږو کلونو راهسې د ناامنيو او جګړو له امله تړلي وو؛ چې د قومي مشرانو او خلکو په مرسته بېرته پرانستل شول.
ويل کيږي، د ټولو ۳۷۷ ښوونځيو څخه ۲۴۷ يې پرانستي دي چې؛ يولک او درې شپيته زره نجوني او هلکان زده کړه په کې کوي.
چارواکي وایي، د دغو دېرشو ښونځیو له پرانستلو سره دېرش زره نورو زده کوونکو ته دزده کړې زمینه برابره شوه.


د مطلب کود: 84312

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84312/د-هلمند-په-ځینو-ولسوالیو-کې-دېرش-تړلي-ښونځي-بېرته-پرانیستل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com