کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ولایتي دفترونو غړي سبا لوړه کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 دلو 1392 ساعت 11:55


په پام کې ده چې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو غړي سبا سه شنبې لوړه وکړي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسني آزادۍ راډیو ته وویل چې د کمیسیون ولایتي غړي به له لوړې وروسته خپلې دندې په رسمي ډول پیل کړي. ښاغلي محسني زیاته کړه:
"دوی ټول 102 کسان دي. د هرولایتي کمیسیون لپاره له قانون سره سم درې کسان په پام کې نیول شوي چې ټولو ولایاتو ته به ځي."
ښاغلي محسني زیاته کړه چې دا کسان د وړتیا له مخې غوره شوي. د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو دنده په ولایاتو کې د انتخاباتي سرغړونو په اړه شکایتونو د څېړنه ده.


د مطلب کود: 85687

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85687/د-انتخاباتي-شکایتونو-کمیسیون-ولایتي-دفترونو-غړي-سبا-لوړه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com