دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 85687
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ولایتي دفترونو غړي سبا لوړه کوي
په پام کې ده چې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون د ولایتي دفترونو غړي سبا سه شنبې لوړه وکړي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادرمحسني آزادۍ راډیو ته وویل چې د کمیسیون ولایتي غړي به له لوړې وروسته خپلې دندې په رسمي ډول پیل کړي. ښاغلي محسني زیاته کړه:
"دوی ټول 102 کسان دي. د هرولایتي کمیسیون لپاره له قانون سره سم درې کسان په پام کې نیول شوي چې ټولو ولایاتو ته به ځي."
ښاغلي محسني زیاته کړه چې دا کسان د وړتیا له مخې غوره شوي. د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ولایتي دفترونو دنده په ولایاتو کې د انتخاباتي سرغړونو په اړه شکایتونو د څېړنه ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbz0bw.rhbswp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته