کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محمدي: پاتې کیدونکي استرالیايي سرتیري ښايي له قانوني تعقیب څخه مصئونه وي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 30 دلو 1392 ساعت 13:33


د افغانستان د دفاع وزیر وايي، له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدونکي استرالیايي سرتیري ښايي له قانوني تعقیب څخه مصئونه وي.
سیډني مارنینګ نیوز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي دا څرګندونې په کنبیره کې له خپل استرالیايي سیال سره په کتنه کې کړې ده.
د افغانستان او استرالیا د دفاع وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون د شرایطو او څرنګوالي په اړه چې پر اساس به يې شاوخوا ۴ سوه استرالیايي سرتیري په افغانستان کې پاتي شي، خبرې کړي دي.
له افغان عدلي سیستم څخه د نړېوالو سرتیرو د مصونیت مساله لا تراوسه د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک مخته د خنډ په توګه پاتې ده.
امریکا وايي، د دې هېواد سرتیري که په افغانستان کوم جرم کوي نو د متحده ایالاتو د قانون له مخې باید محاکمه شي.
سرچینه: ازادی رادیو


د مطلب کود: 85903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85903/محمدي-پاتې-کیدونکي-استرالیايي-سرتیري-ښايي-له-قانوني-تعقیب-څخه-مصئونه-وي

آوا
  https://www.avapress.com