دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 85903
محمدي: پاتې کیدونکي استرالیايي سرتیري ښايي له قانوني تعقیب څخه مصئونه وي
د افغانستان د دفاع وزیر وايي، له روان میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کیدونکي استرالیايي سرتیري ښايي له قانوني تعقیب څخه مصئونه وي.
سیډني مارنینګ نیوز ورځپاڼه وايي، د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي دا څرګندونې په کنبیره کې له خپل استرالیايي سیال سره په کتنه کې کړې ده.
د افغانستان او استرالیا د دفاع وزیرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي تړون د شرایطو او څرنګوالي په اړه چې پر اساس به يې شاوخوا ۴ سوه استرالیايي سرتیري په افغانستان کې پاتي شي، خبرې کړي دي.
له افغان عدلي سیستم څخه د نړېوالو سرتیرو د مصونیت مساله لا تراوسه د افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د امنیتي تړون د لاسلیک مخته د خنډ په توګه پاتې ده.
امریکا وايي، د دې هېواد سرتیري که په افغانستان کوم جرم کوي نو د متحده ایالاتو د قانون له مخې باید محاکمه شي.
سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc1oq4.2bqpx8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته