دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 59223
بسم الله محمدي: ناټو په افغانستان کې تر ۱۲ زره پوځیان پرېږدي
تاند- د افغانستان دفاع وزیر بسم الله خان محمدي پرون/جمعه/ په بروکسل کې د ناټو د دوه ورځینۍ غونډې په پای کې وویل چې ناټوغواړي چې په افغانستان کې د ۸ زره او ۱۲ زره ترمنځ پوځیان پرېږدي.
د جنرال محمدي اشاره له ۲۰۱۴ کال وروسته وخت ته وه. له دې کال وروسته د ناټو پوځیان له افغانستانه وځي او د افغانستان د ټولو امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
له بروکسل څخه د ناټو د نورو چارو اکو په قول رارسېدلي راپورونه هم وايي چې د تړون غړي غواړي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې دوولس زره پوځیان پرېږدي.

د ناټو چارواکو پرون ناوخته په بروکسل کې وویل چې د دغو ځواکونو لوی اکثریت به د امریکايي پوځیانو وي.
بریتانیا تراوسه پوري لا پرېکړه نه ده کړې چې څومره پوځیان به په افغانستان کې پرېږدي.
خو د ناټو پاتې کېدونکي پوځیان به په جګړه کې برخه نه اخلي بلکې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ چارو ته به دوام ورکوي.
د امریکا دفاع وزیر لیون پنیتا هم په ناټو تړون کې له خپلو متحدانو سره په خبرو کې وویل چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کېژ د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ پوځیان پکار دي.
د جرمني دفاع وزیر خبریالانو ته وویل چې پنیتا په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې ورته ویلي چې امریکا د ۸ او ۱۲ زرو پوځیانو په پرېښودلو غور کوي.
خو پنیتا وروسته په خپله خبریالانو ته وویل چې امریکا غوره بولي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ۸ او ۱۰ زرو ترمنځ ځواکونه پاتې شي.
ټاکل شوې وه چې د ناټو د دفاع وزیرانو په دوه ورځینۍ غونډه کې تر ۲۰۱۸ پوري د افغانستان د ۳ لکه ۵۲ زره کسیز ځواک د تمویلولو په اړه پرېکړه وشي خو ظاهراً غړیو هیوادونو دا مسله خپلو اقتصادي ستونزو ته په پام سره راتلونکې ته پرې ایښې ده.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن پرون د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ یو وار بیا له ۲۰۱۴ وروسته د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنې او ملاتړ ټینګار وکړ.
راسموسن د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په دوهمه ورځ په بروکسل کې وویل: د تړون یو شمېر غړیو موافقه کړې چې په افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
که د ناټو غړیو هیوادونو د افغانستان لپاره تر ۲۰۱۸ پوري له ۳۵۲۰۰ امنیتي ځواکونو سره موافقه کړې وای د امریکا او د هغې د متحدانو مصارف به د کال دوه ملیارد ډالره زیات شوي ول.
سرمنشي اندریس فوګ راسموسن وویل چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به د افغانستان د ټولو امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipraw.t1a3r26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته