دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۰
د مطلب کود : 46428
ولسي جرګې د عبدالرحیم ودرګ او بسم الله محمدي د کار دوام د قانون پر خلاف وباله
ولسي جرګې نن په خپلې عمومي غونډه کې له جمهور رئیس حامد کرزي نه وغوښتل چې ژر تر ژره د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي کسان د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره دغې جرګې ته ور وپيژني.
ولسي جرګې د دفاع او کورنیو چارو د سلب اعتماد شوېو وزیرانو عبدالرحیم ودرګ او بسم الله محمدي د کار دوام د قانون پر خلاف وباله.

ولسي جرګې نن په خپلې عمومي غونډه کې له جمهور رئیس حامد کرزي نه وغوښتل چې ژر تر ژره د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ته نوي کسان د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره دغې جرګې ته ور وپيژني.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرئوف ابراهیمي وویل:

(د افغانستان اسلامي جمهوریت له جلالتمآب جمهور رئیس څخه غواړم چې، د اساسي قانون او د هېواد نافظه قوانینو ته په پام او ملي شورا ته په درناوي سره دې د سلب صلاحیت شویو وزیرانو د کار د دوام په اړه له خپلې لارښوونې تیر شي. )

جمهور رئیس کرزي د ولسي جرګې له خوا د دفاع او کورنیو چارو د وزیرانو د سلب اعتماد کیدو پریکړه منلې، خو ویلي یې دي، تر څو چې نوي وزیران ټاکل کیږي، سلب اعتماد شوي وزیران دې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwaba.rhb05p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته