دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 62008
بسم الله محمدي او مارټین ډیمپسي د افغان هوايي ځواک په پیاوړتیا خبرې وکړې
د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر مارټین ډیمپسې افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی چې؛ د افغان امنیتي ځواکونو په پیاوړتیا او تجهیز کې به یې ملاتړ وکړي.
جنرال مارټین ډیمپسې پرون په یو نا اعلان شوې سفر کابل ته راغی او د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله خان محمدي سره خبرې وکړي.
د افغانستان د دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمي د دې دوو چارواکو د لیدنې په اړه وویل چې؛ د افغانستان د هوايي ځواک په پیاوړتیا هم دواړو خواوو خبرې وکړي.
"د افغانستان د هوايي ځواک مساله هم له هغو مسالو څخه وه چې، بحث پرې وشو. نوموړی وویل، موږ د تاسو په څنګ کې یوو او د امریکا د دفاع وزات مرستیال به افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په همدې برخه کې د افغان لورې سره خبرې وکړي څو د افغان ځواکونو وړتیاوې په هماغه اندازه لوړې شي چې ورته اړتیا ده."
ښاغلي عظیمي وویلو دا مهال د افغانستان هوايي ځواک له جدي ستونزو سره مخ دی. د بم غورځونکو، هوايي څار او دفاع د الوتکو او همدا راز د رادار نشتوالی د افغان هوايي ځواک لوی ستونزې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjz09.yt0xz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته