دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۱:۱۵
د مطلب کود : 87660
کرزی غواړي بسم الله محمدي د فهیم پر ځای لومړی مرستیال ونوموي
تاند- د مارشال محمد قسم فهیم له مړینې وروسته د پخوانۍ نظار شورا د فشارونو او پر ولسمشر حامد کرزي د دې ډلې د اغېر په نتیجه کې ټاکل شوې ده چې د دفاع اوسنی وزیر ژر تر ژره د ولسمشر لومړی مرستیال ونومول شي.
نا تایید شوي راپورونه وايي چې ولسمشر حامد کرزي له اشرف غني احمدزي څخه د جنرال دوستم د ملاتړ د پای ته رسولو لپاره نوموړي ته د دفاع وزارت وړاندیز کړی و خو دوستم دا وړاندیز په کلکه رد کړی دی.
د دې اوازو په اړه نه جنرال دوستم او نه هم دولتي چارواکورسماً څه ویلي دي.
په همدې حال کې ویل شوي دي چې ولسمشر کرزی غواړي چې همایون فوزي دفاع وزیر او مجید روزي لوی درستیز وټاکي.
یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تاند ته وویل چې ولسمشر کرزی به ژر ولسي جرګې ته د دفاع اوسنی وزیر بسم الله محمدي د قسیم فیهم پر ځای د خپل لومړي مرستیال او همایون فوزي د دفاع وزیر په توګه معرفي کړي.
د ولسمشر کرزي ویندویانو او نورو دولتي سرچینو تراوسه پوري دا خبر تایید یا رد کړی نه دی.
په افغانستان کې د بېلابېلو سیاسي مسایلو په اړه اوازې خپرېږي او ډېر ځلي مخکې تر دې چې د یوې پرېکړې خبر ارګ اعلان کړي د ارګ د پرېکړې اوازې په هیواد کې خپرې شوي وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdce7p8v.jh8fpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته