کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کابل کې د امریکا سفیر پر امنیتي او دفاعي سند بیا ټینګار وکړي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 14 حوت 1392 ساعت 15:01


په کابل کې د امریکا سفیر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د نه لاسلیک کیدو په صورت کې د امریکایې ځواکونو وتل د ناټو د غړیو هېوادونو د ټولو ځواکونو د وتلو په معنی وي.
جیمز کننګهم تیر ماښام په بلخ کې وویل، که ولسمشر کرزی په نږدې راتلوونکې کې دغه سند لاسلیک نه کړي نو راتلونکي حکومت ته د دې سند د لاسلیک ځنډول به د افغانستان او امریکا په اړیکو هیڅ اغیز ونه کړي.
کننګهم وویل، دوی ته دا مهمه ده چې افغان ملت او مشورتي لویې جرګې د دې سند لاسلیک کولو ته د تایید رایه ورکړې ده.
هغه همدا راز په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او د دې انتخاباتو لپاره یې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام هم خبرې وکړې.


د مطلب کود: 87046

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87046/په-کابل-کې-د-امریکا-سفیر-پر-امنیتي-او-دفاعي-سند-بیا-ټینګار-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com