دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۴ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 87046
په کابل کې د امریکا سفیر پر امنیتي او دفاعي سند بیا ټینګار وکړي
په کابل کې د امریکا سفیر یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د روان میلادي کال تر پایه د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون د نه لاسلیک کیدو په صورت کې د امریکایې ځواکونو وتل د ناټو د غړیو هېوادونو د ټولو ځواکونو د وتلو په معنی وي.
جیمز کننګهم تیر ماښام په بلخ کې وویل، که ولسمشر کرزی په نږدې راتلوونکې کې دغه سند لاسلیک نه کړي نو راتلونکي حکومت ته د دې سند د لاسلیک ځنډول به د افغانستان او امریکا په اړیکو هیڅ اغیز ونه کړي.
کننګهم وویل، دوی ته دا مهمه ده چې افغان ملت او مشورتي لویې جرګې د دې سند لاسلیک کولو ته د تایید رایه ورکړې ده.
هغه همدا راز په افغانستان کې د شفافو انتخاباتو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او د دې انتخاباتو لپاره یې د خپل هېواد د همکاریو پر دوام هم خبرې وکړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccexq4.2bqm08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته