کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: وسله والو د ملي امنیت د تحقیق پر څانګې برید کړی دی

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 21 حوت 1392 ساعت 12:46


چارواکي وایي، وسله والو د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت د تحقیق پر څانګې حمله کړې او همدا اوس نښته روانه ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند احمد ضیا دراني آزادي راډیو ته وویل؛ چې په نښته کې یو وسله وال وژل شوی او یو بل لا مقاومت کوي.
خو یوې بلې سرچېنې چې خپل نوم یې نه دی څرګند کړی؛ آزادی راډیو ته د وسله والو شمېر زیات وښود او ویې ویل چې، یو شمیر ټپي شوي پولیس له سیمې څخه روغتون ته وړل شوي دي.
په دې اړه جزیات وروسته خپریږي.


د مطلب کود: 87596

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/87596/کندهار-وسله-والو-د-ملي-امنیت-تحقیق-پر-څانګې-برید-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com