کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حامدکرزي او جان کري د سولې پر پروسې خبرې وکړې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 حمل 1393 ساعت 10:57


د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان ولسمشر په ټليفوني تماس کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې جان کري حامد کرزي ته ډاډ ورکړ، څو د پاکستان له صدراعظم سره به د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.
افغان حکومت فکر کوي، چې طالبان د سولې له عالي شورا سره د سولې خبرو ته چمتو دي، خو په دې برخه کې ځينې خنډونه شته چې په کار ده پاکستان يې په اړه همکاري وکړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د سولې په وړاندې په سيمه کې د امريکا متحد هېوادونه خنډونه جوړوي.
افغان ولسمشر ويلي، چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.


د مطلب کود: 88606

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88606/حامدکرزي-او-جان-کري-د-سولې-پر-پروسې-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com