دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 88606
حامدکرزي او جان کري د سولې پر پروسې خبرې وکړې
د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د افغانستان ولسمشر په ټليفوني تماس کې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې جان کري حامد کرزي ته ډاډ ورکړ، څو د پاکستان له صدراعظم سره به د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړي.
افغان حکومت فکر کوي، چې طالبان د سولې له عالي شورا سره د سولې خبرو ته چمتو دي، خو په دې برخه کې ځينې خنډونه شته چې په کار ده پاکستان يې په اړه همکاري وکړي.
په اعلاميه کې راغلي، چې د سولې په وړاندې په سيمه کې د امريکا متحد هېوادونه خنډونه جوړوي.
افغان ولسمشر ويلي، چې د افغانستان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfvvdc.w6dcxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته