کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غازي اباد ولسوالۍ کې د وژل شویو ۲۱ افغان سرتیرو د کورنیو سره مرستې وشوې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 حمل 1393 ساعت 16:49


د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبین څلور میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وژل شویو ۲۱ افغان سرتیرو کورنیو سره مرستې وکړي.
د دې ادارې له خوا نن په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې پیسې د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال حسام الدین مرزي او د دفاع وزارت د لوي درستیز شیرمحمد کریمي له لوري وویشل شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له هرې کورنۍ سره دوه سوه زره افغانۍ مرسته شوې ده.
تقریبآ دوه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر دوه پوستو برید وکړ، چې ۲۱ افغان سرتیري ووژل شول.


د مطلب کود: 88638

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88638/په-غازي-اباد-ولسوالۍ-کې-د-وژل-شویو-۲۱-افغان-سرتیرو-کورنیو-سره-مرستې-وشوې

آوا
  https://www.avapress.com