دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۴۹
د مطلب کود : 88638
په غازي اباد ولسوالۍ کې د وژل شویو ۲۱ افغان سرتیرو د کورنیو سره مرستې وشوې
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست منسوبین څلور میلیونه او دوه سوه زره افغانۍ د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د وژل شویو ۲۱ افغان سرتیرو کورنیو سره مرستې وکړي.
د دې ادارې له خوا نن په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یادې پیسې د ملي امنیت د عمومي ریاست د لومړي مرستیال حسام الدین مرزي او د دفاع وزارت د لوي درستیز شیرمحمد کریمي له لوري وویشل شوې.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له هرې کورنۍ سره دوه سوه زره افغانۍ مرسته شوې ده.
تقریبآ دوه میاشتې وړاندې وسله والو طالبانو د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو پر دوه پوستو برید وکړ، چې ۲۱ افغان سرتیري ووژل شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcaaina.49nae1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته