کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

محسني: د ۵۲۵ محلونو د رایو د باطلیدو په خاطر ۹ شکایتونه ترلاسه شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 ثور 1393 ساعت 13:52


د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د ۵۲۵ محلونو د رایو د باطلیدو په خاطر یې ۹ شکایتونه ترلاسه کړي او نتیجه یې نن اعلانیږي.
د دې کمیسیون ویاند نادر محسني نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې شکایتونو کې درې د اشرف غني احمدزي، پنځه د عبدالله عبدالله او یو شکایت هم د داوود سلطانزوی له خوا ثبت شوی دی چې نن د ورځې تر پایه به یې د څیړنې نتیجه معلومه شي.
دې کمیسیون له دې مخکې ویلي و، چې د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اړه هم ۱۲۱ شکایتونه ور رسیدلي چې څیړنه یې نن پیل شوې ده.


د مطلب کود: 90577

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/90577/محسني-د-۵۲۵-محلونو-رایو-باطلیدو-په-خاطر-۹-شکایتونه-ترلاسه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com