دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۵۲
د مطلب کود : 90577
محسني: د ۵۲۵ محلونو د رایو د باطلیدو په خاطر ۹ شکایتونه ترلاسه شوي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، د ۵۲۵ محلونو د رایو د باطلیدو په خاطر یې ۹ شکایتونه ترلاسه کړي او نتیجه یې نن اعلانیږي.
د دې کمیسیون ویاند نادر محسني نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې شکایتونو کې درې د اشرف غني احمدزي، پنځه د عبدالله عبدالله او یو شکایت هم د داوود سلطانزوی له خوا ثبت شوی دی چې نن د ورځې تر پایه به یې د څیړنې نتیجه معلومه شي.
دې کمیسیون له دې مخکې ویلي و، چې د انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اړه هم ۱۲۱ شکایتونه ور رسیدلي چې څیړنه یې نن پیل شوې ده.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcfetd1.w6dxeaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته