دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۲۳
د مطلب کود : 97812
محسني: د باطل شویو محلونو په ارتباط د ثبت شویو شکایتونو په اړه سبا خپله پریکړه اعلانوو
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي؛ د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د دوو غونډو د باطل شویو محلونو په ارتباط د ثبت شویو شکایتونو په اړه به سبا ته خپله پریکړه اعلان کړي.
د رایو د ابطال په دوهمه علني غونډه کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا پنځه اویا محلونه باطل اعلان شول.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني نن خبریالانو ته وویل؛ چې د دغه باطل شویو محلونو په اړه د تحول او تدام ټیم له خوا پنځلس شکایتونه ثبت شوي دي.
خو د نوموړي په وینا، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د انتخاباتي محلونو د ابطال د پرونۍ غونډې په اړه تر اوسه د کوم ټیم له خوا شکایتونه نه دي ثبت شوي.
د انتخاباتو خپلوا ک کمیسیون پرون په درېیمه علني غونډه کې د درېیو زرو محلونو په اړه خپله پریکړه اعلان کړه چې؛ په کې نهه شپیته محلونه باطل اعلان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewv8o.jh8fzi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته