دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ جوزا ۱۳۹۳ ساعت ۱۶:۱۰
د مطلب کود : 92182
محسني: ډير ژر به د ولایتي شورا د شکایتونو د څیړنې علني غونډې جوړې شي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایې، ډير ژر به د ولایتي شوراګانو د شکایتونو د څیړنې علني غونډې جوړې کړي.
د دې کمیسیون ویاند نادر محسني ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغه غونډو کې به۲۵۰۰ شکایتونه وڅیړل شي:
″دغه شکایتونه له بېلابېلو ولسوالیو څخه د تقلب په اړه را رسیدلي دي. ″
د ښاغلي محسني په وینا دغه شکایتونه به په دریو مرحلو کې وڅيړل شي چې د ولایتي شوراګانو پر وروستیو نتایجو به اغیز ولري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس ( آوا)
https://avapress.com/vdcj8veh.uqe8oz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته